Monday, April 11, 2016

غني خان بابا شعرونه


هغه غنی، چې خبره یې سپینه وه     

بیا هم طنزی شعر


                                                      
چاله شـــراب ورکړی چاله ســرې ویــنې د جام 
چـــالــه خـــــربـانــو د پـاره چــالـــه ګـــل انـــدام

چــــالــــه د لـــــولـــکــې په شان چسته اؤ رنګینه 
چـــالـــــه د ګـــونـګټـــې پـــه شــان توره اؤ مهینه 

چــــالـــه قتــقتـــئ کـــوکـــاری کـــړکـــه زړه چرګه 
چـــالـــه غـــونډه مــونـډه مستــه تکه سپینه ګرګه 

چـــــالــــه داســـې ستـــغـــه لـــکـــه اوچـــه بکیاڼه 
چــــــالـــــــه ډوبــــه مســـتـــه لــکه نوې دوک بیاڼه 

چــــاکـــره صـــابــــره کـــورودانــــه درنـــــه مــــیښه 
چـــاکــــره سیـــمه کؤترئ په هر چا چې شوه پیښه 

چـــــاکــــــره چــــلــی د چــــلــی لــــوړه بـــده مـــکاره 
چـــــــاکـــره کــمتــره چـــې هــم ښــځــه وی هم یــاره 

چــــالـــه زړه خـــــره بیــخـــونــده بـــې نـــوره پـواړه 
چـــــالـــــه لـــــکـــه ســــروه د خــنـــدا ډکـــه اولاړه 

چـــالـــه ښـــه تـــرســـکونه چـــالـــه ښه خوږه حلوا 
یـــولـــه د نـــیمبـــو اچـــار اؤ بـــل لــــه مــــــربــــه

ورکــړه دقسـمـــت دی چـــالـه ډیـــره چـالـه کـمه 
خدائ دِ هغه درکړی چې وی ستا په شونډو سم

..........................................................................................

د غنی طنزی شعر



عقل ترینه ږیری وخـــــوړ خیـــــټې تری ایمان وخوړ

ګــوره په وربشوکښـــــې خـــره لأل دبـدخشان وخوړ

ګــوړه یې نه خـــــرسیږې خوارلاله دغمه ځان وخوړ

قبــــــض شـــــو دآ صیب ډیرې هنـــدوستان وخوړ

ځارشـــــم دلیډر کولمو خیټه یې دښــــــــکلولوده

چا مهار چا اوښ وخوړ او ده واړه کاروان وخوړ

کوڼ ملا شهـــــــید دې په مـــزار یې ډیوه بله کړه

.................................................................................................


خدایه!



خدایه !  عقل  چی و زړه دې  ولې  راکړ؟       په یو ملک کې دوه خودسره بادشاهان
ولې ما ته دې  عطا کړ فکر و خیال ؟         ولې   ولې   په  رڼا  ورځې خوبونه؟

ولې جوړ دې د یار سترګو کې جنت کړ؟        ولې تریخ دې کړ بیلتون او خوږوصال؟
خدایه ولې دې ځوانې هر چا له ورکړه؟         خدایه   ولې دې  پیدا کړل  امیدونه؟

ولې ما له  دې  د ولې طاقت  راکړ؟

خدایه ولې، خدایه ولې، خدایه ولې!؟


................................................................................................

غنی غنی ته



ما ویل غنی یار څه بې اندازه غوندې یې 
ادب دى درکې کم زبان درازه غوندې یې 

قیصه ده ګډه وډه نه سم خان شوې نه ټوقی شوې 
خو ته دې دوپیازو کې څه درې پیازه غوندې یې 

پټى دې وران ویجاړ دى او کږې وږې دې پولې 
کرې پکې ګلونه حُسن سازه غوندې یې 

لینده دې ماته ګوډه او شډل مډل دې غشی 
خو ګوزار دې رسا لګی تیراندازه غوندې یې 

دولت وی که صفت وی، که ناموس وی که شهرت 
په وږې خېټه موړ او بې نیازه غوندې یې 

که رنګ وی که تراش وی، که چاربېته که بدله 
په خپله لاره روان یې بې استاذه غوندې یې 

په مینه یې مئین او خداى ته پلار او جانان وایې 
دا ځکه خو بې توله، بې اندازه غوندې یې

.........................................................................

د غنی خان وصیت



که خازې شنې مې په قبر وی ولاړې 
که غلام مړ وم راځئ توکئ پرې لاړې 

که پخپلو وینو نه وم لمبېدلى 
په ما مه پلیتوئ د جومات غاړې 

چې قطرې قطرې مې پوځ د دښمن نۀ کا 
مورې ما پسې په کوم مخ به ته ژاړې 

یا به دا بې ننګه ملک باغ عدن کړم 

یا به کړم د پښتنو کوڅې ویجاړې


.....................................................................

ځوان ته د مست غنی پیغام


ځوان

وران دی ګلستان دې ای بلبله ! د پښتون د باغ
نوم د رقیب لیک دی په هر بوټی د مجنون د باغ

خوار او زار بچی دې بې هنره بې کماله دی
غوږ یې دی کاڼه لاسونه شل سترګې بې پرکاله دی

لال ډوب دی ایرو کې او مرجان پروت دی په خاورو کې
زوی د شهباز ګرځی چمړۍ خوری په سیل د واورو کې

پاڅه ای ځلمیه ! مستی توره او ایمان واخله
شړق شه، اور شه، تندر شه او نر شه خپل جانان واخله

توره دې راواخله ننګ پښتو او اسلام پورته کړه
له خپلو مستو سترګو دې نامه د غلام پورته کړه

پاڅه ننګیالیه ! نن دلبر او جانان وګټه
نوم د پښتون وګټه ناموس د افغان وګټه

ټول جهان حیران کړه د خپل ځان په تماشا
ای د احمد ځویه او بچیه د شيرشاه!

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

مست غنی!


په دې زړه کې مې پټ پروت
یو تصویر دی د جـــــــــــــانان

داســـې حســـن عجیبه دی
چــې یــــــــې نه کېږی بیان

د هر چا د ســـــترګو پټ دیخو ښـــــــــــکاریږی هر زمان

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

حسن



وه تپوس د حســـــــــــن مــــــــــــــکوه                       ســـــمندر شـــــــــــــــــــــــــی څوک تللی
څوک ســـپوږمۍ شـــــــــــی را نیولی                       څوک زهرا شــــــــــــــــــــــــــــی ښکلولی

حسن پلار د مېنی او مور د عشــــــق                        پکښـــــــې پټ ټول سپین او تور د عشق
د ده د خیال، نظر همه زور د عشـــــق                        په سرو شونډو بلوی ښکلی اور د عشق

دا بابا د ســــــــــــــــــــر او ســـــرور دی                       د اتعبیر د جـــــــــــــــــــــــــــــلال او نور دی
دا مکه د ســــــــــــــــــترګو خندا کښې                       دا په هره کوڅــــــــــــــــــه کښې طور دی

د ادم د نوم بس یو دا ســــــــــــــــــبب                        د بهار سبب د رڼا ســــــــــــــــــــــــــــــبب
د حوا د ژوند او ارمان قیصـــــــــــــــــــــه                        د ســــــــــــــــــــــــرود رقص او د ژړا سبب

دا جواب د لکونو ســـــــــــــــــوالونو دی                        نشـــــــــــــــــــته هیڅ د ژوندون بل ځواب

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

د غنی خان یو شعر


 ای زما وطنه

ای زمـــــــا وطنه د لعلونو خــــزانې زما
ستا هره دره کې دی د تورو نښانې زما

ستا سر چې وی ټیټ نو به زه شان او شوکت څه کړمه
ته چې خوارو ځار یې زه به مال او دولت څه کړمه
ته چې وران ویجاړ یې زه به خوب او راحت څه کړمه

             مسته به دې خاوره کړم په مینه مستانې زما
ای زما وطنه

عقل مې ایرې شه ستا لپاره د فکرونو نه
سترګی مې قربان شه ستا لپاره د سوچونو نه
ځار شمه قربان شم ستا د خاورو د کورونو نه
        ستا زړه کې پرتې دی ټولې تلې زمانې زما
     ای زما وطنه

یا به دې زه سیال کړمه وطنه د جهان
یا به ستا په پښو کې تورې خاورې کړمه ځان
ځان به دړې وړې کړم خو تا به کړم ودان
      نر یمه، پښتون یم تاته یادې  افسانې زما
       ای زما وطنه