Wednesday, April 1, 2015

پشتو شعرونه ، ټپي ، غزل ، خاطر افريدي

خاطر افريدي


په ارمان د نادانۍ شى چـــــــــې هوښــــــيار شـــــې
خوشحالى او خوب يې ورك شې غم يې كار شي

تخت و تاج او بادشاهــى يــــــــې پــــــــــكار نه وي
په ارمان د روغ صورت وي چې بيمـــــــــــــــار شې

په توبه باندي ډير بد ښكاري چي زوړ شـــــــــــــې
ښكارى ښه چې په ځوانۍ كې توبه ګار شـــــــــې

ليوني په كانړو لـــــــــــږي ورتــــــــه خانـــــــــــــدې
د هوښيارو ځنكندن په يو ګـــــــــذار شـــــــــــــــې

خپله غمه د يار غم مي لــــــــــــــږ ميلـــــــــــمه دې
تابه وكړمه وار وكړه كـــــــه د وار شــــــــــــــــــــــې

ته د خپلي سترګي وګوره چي څــــــــــــــــــــه كا !
د خاطر زړګي به څه رنګه قرار شـــــــــــــــــــــــــــې


غزل خاطر افريدي

زه به مرم


ته به ګرځې داسې ښکلی زه به مړ يم
چې مې اوس وای لږ ليدلی زه به مړ يم

جنازه چې مې د کوره ګور ته واخلي
ته به نه يې راوتلی زه به مړ يم

خړې خاورې به په م باندې انبار شي
هر سړی به درومي غلی زه به مړ يم

زه به هېر شمه قرارې مرګي ورک شه
سره خاندي به ټول کلی زه به مړ يم

بې له مانه ما څوک نه درځنې غواړي
ما خپل ځان درته بخښلی زه به مړ يم

چې په ډېرو شپو مې هېر نکړې جانانه
دا ستا یاد مې ډېر ساتلی زه به مړ يم

زه د یار د دره بې له خپله ياره
بل چا نه يم راشړلی زه به مړ يم

په دا تور سترګو کله کله ګوره
جوړ په ما د خاورو څلی زه به مړ يم

چې په زبر مې تېرېږې خدای لپاره
لږ شه ما ته پښه نيولی زه به مړ يم

بيا لږ راشه په خندا شه چې ښايسته شي
چې مزار مې شي مښلی زه به مړ يم

که نور هيڅ نه وي چې ما لره رادرومې
خړ خيبر خو دې ليدلی زه به مړ يم

د کاکل په خطا بند د مخ کتاب کړه
ما خاطر په تا سپارلی زه به مړ يم

خاطر افريدي

غزل

د هجران په شپه ډيوه په لاس كـــــــــــې راغله
خدائ خبر چې چرته تله په لاس كــــــې راغله

رقيبان خو دې اوس ټول راله راتـــــــــــير شي
چې يار راغې نو وسله په لاس كــــې راغله !

چې مې صبر اميد دواړه پسى خــــــــــور كړل
چې د ځان نه خبريده په لاس كـــــــــــــې راغله

چې د سترګو د سرو شونډو او د زلـــــــــــــــفو
تصور يې يو څيره په لاس كــــــــــــــــــې راغله

چې په تلو كې شوه مسكۍ نو بيــا به راشي
اى خاطره بس راځه په لاس كــــــــــې راغله !

غزل


ښه شوله ډېره چـــې انکار دې وکړو

زمــــــا د،  واړه عـــمر کار دې وکړو


خلک چـــې نخښه ولي ګوري ورته

تا چې مـخ پټ کړ نو ګوزار دې وکړو


هله پوښته زمـــــــــا د زړه زخمونه

خو، که د خپلې خندا شمار دې وکړو


زه لا څه نه وايم چې داغ دی پــه زړه

ته لا پېغور کړې چې ديدار دې وکړو


چې د راتلو يې زړه مــايوسه نشي

چې دغه دومره انتــــظار دی وکړو


(  خــاطره) زه دا ستا نه چا وړی يم

وار به دې راشي که لږ واردې وکړو


غزل


چې اشنا يې ستمــــــــــګر شي نو به څه کا

چې زخمي څوک په ځيګر شي نو به څه کا


انتظار چې د وصـــــال په کومــه شپه کړي

د بېلتون چې پرې سحر شي نــو به څه کا


چې يې عمر ټول تېر کړی په پالنـــــګ وي

ښه چې ځمکه يې بستر شــي نو به څه کا


که ديدن د يار مــوندی په ډېـــــر هنر شي

چې غماز د چـــا رهبر شــــي نو به څه کا


درد و غم چې يې ليدلی چـــــــــرته نه وي

چې د غم سره يې سر شـــــي نو به څه کا


که د هجــــــر د نيـــــزان نه امان غواړي

چې نصيب يې د سقـــر شي نو به څه کا


زه (خاطر) خو همېشه دغســــــــــې وايم

چې اشنـــــــــا يې مرور شي نو به څه کا


غزل


بيا دې صحـــي نکــړم په هغو سترګو

يو ځلې هـــم هغــــــسې په مړو سترګو


خير دی که زما سترګې دې بــــدې شي

ته خو راته ګــــــــوره په دا ښو سترګو


زه دې کـــــــړم اشنـــــا د شوګيرو سره

وړي مــــې خوبونه ستا اودو سترګو


زه يم چـــې د زړه  په  سترګو تا وينم

چا رڼا ليــــــدلې په ړنــــــــدو ستـــرګو


څومــــــره ترېنه وږي دي حيران يمه

سترګې د خاطر ستا د مـــړو ســـترګو

 

غزل


لوی درياب دی مينه نشــــي په واړه زړه

شومه ياره بيا دا ستا غوندې په نــــه زړه


چې په خــــــوله کوي يوه او په زړه بــله

د هغه ســـــــــره به مينــه کړې په څه زړه


سوي رنـــــګ تــــه مې لږ اوګــوره دلبره

ما نيــــولی ســـــتا د حُســـن په لمــبه زړه


بيا يې خوب واړه ټوپونه او هيبت شي

د هجــــــران چغې چې وشي په اوده زړه


يو غم نه دی چې يې وکړې ای   خاطره

ډېر غمـــــونه دي کوه يې په ساړه زړه


غزل


دا ستـــــــــــا په سترګو کې به څه پاتې شي

رقيبـــــــــه يار کې مـــــې په خوله پاتې شي


يو ځلې نېـــــــــغ پــــــــدې لار تېر شه اشنا

چــــــې دې کـــــــــــاږه واږه کـاته پاتې شي


پردی مـــــــــزدور ســهر وختي پاڅيــــــږي

د شــــــوګيـــرو ميـــــــــــــن اوده پاتې شي


افسوس چې ستا په خيال به څه ښکارمه

دغــــه ارمــــــــان به مې په زړه پاتې شي


وستــــايه تل د يـــــــــــــــــار ترخه  خاطره

چې په کتاب کې دې خــــــــواږه پاتې شي

 

غزل


اول مې سترګې ستا په تلو پسې تلې

کله پـــــه نورو معــــــشوقو پسې تلې


اخر ګــوزار شوې له ګــــړنګ زړګيه

د هوسۍ ستـــــرګې په کتو پسې تلې


تا پټېـــــــدل زده کول ته يې پټ کړې

زړګيـــــــــــه ته رانه د غلو پسې تلې


دا ستا د مخ شمعه چې بلــــــه شوله

لمبې زما د زړه په سوو پســـې تلې


په زړه زخمي کړو ستا لېمو، که نظر

د وينو کرښې په بڼو پســـــــــــې تلې


اوس يې زغــمه دا غټ غمونه مدام

زړګيه ته چې په وړو پــــــــــسې تلې


دا بې اختياره چې نن ما وخنــــــــدل

لمبې مې ستا په مســــېدو پسې تلې


( خاطر ) دې زړه لـــــره نږدې درغی

څــو به يـــې لرې په ويشتو پسې تلې


غزل


ما په شبـــــــګير تا په خوبو تيره کړه

شپه مې سپوږمۍ ته په ګيلو تيره کړه


څــــه که رانغــــــــــلې شمه رويه آشنا

اوښکو مې شپــــــه په ورېدو تيره کړه


ما خو ليـــــدلي چـې خبر نه وي څوک

د مخ لمــبه دې په هـــــــــــغو تيره کړه


مينــــــه دا ستا لــه ما نور څه سوزوي

هسې لمبه دې پـــــــــــه ايرو تيره کړه


نن دې ګلفامه پـــــــــورې ونـــــه خندل

ورځ مې د اوښکو په شېــبـو تيره کړه


زما او ستا خـــــــــــو بله نه رادرومي

دا افســــــــــانه دې په وعدو تيره کړه


څومره موده وشوه چې تله کړې له ما

دا لــــــــــــــــــــږه مينه په راتلو تيره کړه


تندې وهلی ستــــــــــــــــا د، لبو خاطر

شپه د هجران يې په سلـــګو تيره کړه


غزل


ستا د سپـــــــــينه مخه ځار زما زړګی شه

هم له تــــــــــــانه سپيلنې او هم لوګی شه


د زړګـــــــــــي زخمونه ګورمه چې څه کا

يو ځل بيا هغه پخوا په رنګ مُسکی شه


ستا په ژبــــه بانــــــــدې هر ژبه خوند کا

ای اشنا لا پيښـــــــــــــوری لا افريدی شه


لکه کور دې د زړګــــــــــي زما ويران کړو

هجره دغسې ويــــــــــرانه دې کورګی شه


زه او ته د چــــــــــــا ژړا  او خندا څه کړو

زما اوښکې دي بـــــــــاران ته پسرلی شه


اوس يې لـــــــــــــرې شه د ګل ځنې رقيبه

چې پخــپله باندې ګــــل شي بيا اغزی شه


زه خـــــــــــــاطر دې نور خاطر کولی نشم

ای رقيـــــــــــــبه که پوهيږې نو سړی شه


چې صحرا شي را ښکاره دنيا فاني شي

ته خاطـــــــــر ته په کتو لکه هوسی شه


غزل


ښکلي مخ ته دې د موم په شان اوبه يم
لکه کاڼی هسې کلک ورته په زړه يم

چې په کومه لاره لاړ شې زه يې مل شم
لکه ګرد دې هسې خور په هر، يو پله يم

زه په کومو سترګو ځان ته بيمار وايم
چې دا ستا نوم اخيستی شمه نو ښه يم

ستا ليدل لکه د خوب ليدل وو ياره
په دې خوب پسې لا هغسې اوده يم

لږ د ځان سره په زړه کې فکر وکړه
زه خاطر  دې چرې يو ځلې په زړه يم

غزل

خواږه ترخه شو او د ښو هسې نامه پاتې ده
د بدو شپې دي او د ښو هسې نامه پاتې ده

ته رانه هير يې خدايه هر څه په دولت کومه
د دوعاګانو او ښيرو هسې نامه پاتې ده

په سترګو ژاړو او په زړه کې سره خاندو اشنا
مکړه ګيلې د زهيرېدو هسې نامه پاتې ده

د ډېرې مينې نه چې زه او ته پرې نه پوهيږو
د هغو ورځو او  د شپو هسې نامه پاتې ده

چې په پلؤ کې يې په زړونو باندې اور ، لګوو
دا ستا د هغو آننګو هسې نامه پاتې ده

سبا به وايې نن د خدای په خاطر راشه لږه
په ما خاطر کې د ژوندو هسې نامه پاتې ده

غزل

د هجران په شپه ډيوه په لاس کې راغله
خدای خبر چې چرته تله په لاس کې راغله

ناڅاپي خندا يې زړه زما لمبه کړو
زړه بيا چرته وو ايره په لاس کې راغله

رقيبان خو دې اوس ټول راته راتېر شي
چې يار راغی نو وسله په لاس کې راغله

چې مې صبر اميد دواړه ورپسې کړل
چې د ځان نه خبرېده په لاس کې راغله

څه د شونډو او د زلفو او د سترګو
تصور يې يوه څيره په لاس کې راغله

چې په تلو کې شوه مسکۍ نو بيا به راشي
اے خاطره بس راځه په لاس کې راغله

غزل

ما په مثال لکه پتنګ وګڼه
ته دې د شمعې غوندې رنګ وګڼه

که مې کوثر شولو نصيب د ديدن
بيا مې شهيد د عشق په ننګ وګڼه

ځمکه بستر، وي لېونو ته مدام
زړګيه ته يې هم پالنګ وګڼه

لکه چې  څومره ستا غمونه دي ډېر
پراته مې ټول په زړګي زنګ وګڼه

خاطر کچکول د ګډا واخستلو
آشنا ديدن په ځان قلنګ وګڼه

غزل

اول مې سترګې ستا په تلو پسې تلې
کله په نورو معشوقو پسې تلې

اخر ګوزار شوې له ګړنګ زړګيه
د هوسۍ سترګې په کتو پسې تلې

تا پټېدل زده کول ته يې پټ کړې
زړګيه ته رانه د غلو پسې تلې

دا ستا د مخ شمعه چې بله شوله
لمبې زما د زړه په سوو پسې تلې

په زړه زخمي کړو ستا لېمو، که نظر
د وينو کرښې په بڼو پسې تلې

اوس يې زغمه دا غټ غمونه مدام
زړګيه ته چې په وړو پسې تلې

دا بې اختياره چې نن ما وخندل
لمبې مې ستا په مسېدو پسې تلې

"خاطر " دې زړه لره نږدې درغی
څو به يې لرې په ويشتو پسې تلې

څو به له دې

څو به له دې   پټې دنيا کړې تپوس
زړه مې له تا او ته له ما کړي تپوس 

تپوس د خپلي  خندا  وکړه   اشنا
ګلفام  که ته مې د ژړا کړی تپوس

لېوني  کله کله  وائې   ريښتيا
د لېونو څه  د سودا کړې تپوس

نن خو و صال  تاله  هيڅ نه ښکاري
د بېلتانه  به مې سبا  کړي  تپوس

بس خو پو هېږم چې هم تاسره دی
چې د خاطر مې تل اشنا کړي تپوس

په خوشحال خټک باندي

لا تر اوسه  ئې ستايل شي  توره ډال پۀ پښتنو کښي
ياد به نه مري تر قيامتهد خوشحال پۀ پښتنو کښي
 
صفت ښۀ وي پس له مرګه پۀ ژوندون کښې صفت مخ دي 
د خوشحاله د توري ښکاري يو مثال پۀ پښتنو کښې
 
که خوشحال رانه څوک غواړي پښتو ژبه ئې نشان دي 
په خپل ژوند ئي ختم کړي فکر خيال په پښتنو کښي 
 
چي خفه نۀ شي خوشحاله داسې مۀ وايه چي مړ يم 
يادګيرنې دي اوس کېږي  کال په کال پۀ پښتنو کښي
 
تا بنياد د ژبي کلک کړو اي خوشحاله  وران به نۀ شي 
تل  تر  تله به ولاړ  وي  د ا دېوال  پۀ  پښتنو  کښي 
 
سوال خو گران دي  يو  پېغور دي پېغور نه مرگي  ښه  دي 
خوشحال موګ د غيرت خوښ کړو نۀ ې سوال په پښتنو کښي
 
پښتانۀ ډېر دي حأ طره داسي مۀ وايه چي نشته
د خوشحال غوندي يادېږي خال په پښتنو کښي

راشه په کوڅو کې

راشه په ګوڅو کې د جرګو خبرې نشي
چېرته چې په مونږ کې د پردو خبرې نشي

ياره ستا د هجر اوږدو شپو شوګيره کړی يم
ګوره چې مې اوس په اسوېلو خبرې نشي

ډېرو شپو له راشه چې د يو بل نه خبر شو
ياره په يوه شپه د ډېرو شپو خبرې نشي

زه او ته چې اووينو له ورايه سره پوه شو
چا وې چې په سترګو کې د زړو خبرې نشي

خدای خبر (خاطره) زه بيا چرته ته بيا چرته
پرېږده اوس په تلو کې د راتلو خبرې نشي

غزل

زړه په دا نــــــدی چې نــــــــــــــاولی مخ دی 
چې کوم يې خوښ شي هغه ښکلی مخ دی

مخونه ډير دي خـــــــو دامخ مې خــــوښ دی 
والله په ټـــــولــــــــو کــــې وتـــــــلی مخ دی

پرېږده چې اوښکـــــــــــــې مې بهيږي پر مخ 
دا بې ګناه جـــــــــانـــــــان رټلــــــــی مخ دی

څه وشو تا که ديـــــــدن بـــــــنــــــد کړو په ما 
خاطر په زړه کې ستا ســـــــاتـــلی مـــــخ دی



Wednesday, March 18, 2015

د پشتو شعرونه ، حمزه بابا ، غني بابا ، رحمان بابا ، احمد شاه بابا ، خوشحال خان بابا

 د حمزه بابا شعرونه

امير حمزه شنواري


لکه کاروان په تورو شپو تيريګي
داسي مي اښکي په ليمو تيريګي

زړګيه راز د ميني پټ وساته
خير دي که ژوند په اسويلو تيريګي

چي يو غريب شي بل تري يار شي جدا
وايه چه څه به په هغو تيريګي

په ژوند به نه درځم چي ته خوشحاله يي
حمزه به مړ سته په کوڅو تيريګي

________________________________________________________________________________

د مور مقام
سته د قدم لاندي جنت دي موري
څومره خالص سته محبت دي موري

ځمه هر غم ته په خپل ځان تيروي
مينه خو سته د خداي رحمت دي موري


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رحمت شاه سايل

چې په خندا ورته د خوږ زړه پرهرونه نشي
چيرې دې هم ستا د ښايست غوټۍ ګلونه نشي
راشه مظلوم زړه مې په يو نظر يوه لمبه کړه
چې په ظالم زړګي دې پاتې ارمانونه نشي
بيا د جنون مستي ځواني غواړي د مستې مينې
بيا چيرته خيال د تورو زلفو ځنځيرونه نشي
په دُعاګانو مې د خوږ زړګي دردونه نه ځي
څو چې ښيرې د شونډو تړم ټکورونه نشي
وړې مې د روح جنازه چېرته د خندا په اوږو
په وينو سره دې ترې شينکي شينکي خالونه نشي
د نظر غشي مې په زړه باندې په پام اوروه
چيرته زخمي پکې دا ستا نازک يادونه نشي
خاموشې شونډې مې لوستې بيدارېدې ويل يې
اورونه مه چېړه لوګي دې پرې فکرونه نشي
ويده دنيا ای د (سائل ) قلمه مه لړزوه
د فريادي اوښکو مات ستوري تندرونه نشي




ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خاطر آفردي او آمير حمزه بابا

خاطر وايي
ته نقاب د مخه لرے کړه بس زه به درته ګورم
د نظر پرواه ونګړے خيبر ډک د   سپيلنو دے

حمزه وايي

د  نظره  مه  يريږه  نظر  ماتے دي  هم  زه  يم
چي حمزه درنه لوګے شي سپيلنو ته حاجت نشته




ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
_________________________________________________________________________________


د پښتون قوم فلسفه

مړ شه داسي مړ شه چي وطن درپسي وژړي
خپل خو هسي ژړي چي دښمن درپسي وژاړي


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زه پښتون يم

چي مي سل ځله جوندون وي
زه  به  سل  ځله  پښتون  يم

په مه دا غرونه  ښايسته  دي
زه په دي غرونو  حسين  يم

چي  دا  خاوره  مي  ليله   ده
زه ده دي خاوري مجنون  يم

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ






ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


د پښتو شعر

که پردۍ مۍژړوۍ آخر پردۍ دۍ
نو چۍ خپل مۍ ژړوۍ نو ژړا راشۍ
مایوسۍ مۍ تا نه نشته لویه خدایه
خو حالات مۍ چه مجبور کړۍژړا راشۍ

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

غني خان ‌بابا



ما ته د جنت قيصي،     ځان ته د دنيا حساب

دا دي عجيبه انصاف،    دا دي  عجيبه  کتاب

زه په مستي سور کافر، ته په هوس سپن ملا

ما  ته  په   فتوا  عذاب، تا  ته  په  دهوکه  ثواب

اے   د   عدالت   ربه  ،  دا  لوبه  خو  ورانه  که

مونږه    انسانانو   ته ، نوي      لار   ودانه  که





ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خاطر آفريدي

دا ستا په سترګو کي به څه پاتي شي
رقیبه یار که مي په خوله پاتي شي
یو ځلی نیغ پدی لار تیر شه آشنا 
چي دي کاږه واږه کاته پاتي شي
پردی مزدورسهر وختی پاڅیږي
د شوګیرو مین اوده پاتی شي
افسوس چي سته په خیال څه ښکارمه
دغه ارمان به مي په زړه ماتي شي
وستا یه تل د یار ترخه خاطره
چي پا کتاب کي دي خواږه پاتي شي


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د پښتو شعرونه


زړکیه ډیرۍ ګیلۍمه کوه عادت به دي شي
دا خو دنیا ده کله غم کله ښادۍ به راځي



ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

احمد شاه بابا ، د احمد شاه بابا شعرونه

ستا د عشق له وينو ډک سوه ځېګرونه
ستا په لاره کې بايلي زلمي سرونه
تا ته راسمه زړګی زما فارغ سي
بې له تا مې انديښنې د زړه مارونه
که هر څو مې د دنيا ملکونه ډير سي
زما به هير نسي دا ستا ښکلي باغونه
د ډهلي تخت هيرومه چې را ياد کړم
زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه
د رقيب د ژوند متاع به تار په تار کړم
چې په تورو پښتانه کا ګوزارونه
د فريد او د حميد دور به بيا سي
چې زه کاندم پر هر لوري تاختونه
که تمامه دنيا يو خوا ته بل خدا يې
زما خو خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه
احمد شاه به دغه ستا قدر هير نه کا
که ونيسي د تمام جهان ملکونه




ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د پښتو شعرونه ، د پشتو شعرونه

نه مي مينه درسره ده نه په ته باندي مين يم
خو چي سوک درنه درګوري نو رقيب راته خکاريګي



ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د مسفرو شعرونه

نه غسل نه کفن نه جنازه يۍ د شوشا وۍ
خاطر ده مسافرو سوک نکړۍ که بادشاه وۍ


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د پښتو شعرونه

پښتون به نه يم چي په تا باندئ پختو اونکم
مونگ خو مانزه ته هم نياتونه په پختو کي تړو


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

غني خان بابا

مه ده ټول عمر په منډه يوه کوټه آباده نه کړه
غني په تمع ده جنت دے په يوسووخته مونزونو 


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خوشحال خان بابا

زه خوشحال توره به لاس کفن په غاړه به راپاسم
که خبر شوم چه پختون د چا غلام شو

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د پښتو شعرونه

زه او ته به سره يو کړو    بد او ښه به سره يو کړو
نور به تول کارونه پريږدو  پښتانه به سره يو کړو


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

رحمت شاه سايل شعرونه

زما په دواړو اوږو ناستو پرښتو وليکئ
زما په سر که څه ليکئ نو په پښتو وليکئ
د پاکې مينې ګناه کارو چې منکر پرې نشئ
د رقيبانو الزامونه په تندو وليـــــــــــــکئ
په ښايستونو پسې ورکو لېونو ملګرو
زما په زړه کې د ګل مينه په اغـزو وليکئ
زما په لاسو کې په پښو کې ديوتاګانو د وخت
د زندګۍ نوم د اجل په زولنو ولـــيکئ
د ځنځيرونو خالقانو ـــ د وحشت زامنو
ما په کتار کې د ژوندون د لېونو وليکئ
ای شاعرانو ـــ د قلم په آزادۍ مينو
حال د بلوچو ماشومانو د سلګو وليکئ
د آزادۍ عالمبردارو د نړۍ قامونو
اوس د نړۍ نقشه کې کور د پښتنو وليک


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

حمزه بابا شعرونه


ورانه  دا  دنیا  کړه  ربه  بله    دنیا   جوړه    کړه

دا ډکه  د  غم  ده  یو  بی  غمه  دنیا  جوړه     کړه

دلته څوک حاکم دی څوک محکوم او څوک آقا غلام

نه وی چه تضاد  پکښی یوه  سمه  دنیا  جوړه  کړه

دا ده  د  فرعون ، هامان ، شداد  او  د  قارون  دنیا

نه وی ظلم  زور چې  پکښی  دغه  دنیا  جوړه  کړه

دلته   خاوندان    د    محلونو    دی    خدایان   ربه

بله   بس   د   خټو   بی   محله   دنیا   جوړه   کړه

وایم  زه  حمزه  ربه  په  کار  کښی  دی کار نه لرم

هسی   می  خیال  راغی   یو  بدله  دنیا   جوړه  کړه


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زمه په ژوند راشه 

زمه په ژوند راشه چي زه دي قدمونه ښکل کړم

د مرګ نه پس خالي کوڅي له مي بيه څله راٰځي